کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نړۍ تر ټولو کلک ځېرک موبایل وپیژنۍ

15 سرطان 1399 ساعت 17:19

د ځيرک موبایلونو شرکتونه کوشش کوي تر څو تر ټولو تېز او ښه کیفیت لرونکي موبایلونه جوړ او بازار ته عرضه کړي خو یوې چینايي شرکت اوس داسې یو موبایل جوړ کړي چې تر ټولو کلک او ډیر چارج ساتونکی دی.

نن ورځ لوی ستونزه همدا ده چې ځیرک موبایلونه چارج کم ساتي خو اوس دا موبایل د ۱۰۰۰۰ملي امپیره بیټري په درلودو سره تر ټولو ډیر چارج ساتي، دغه موبایل ته ډوجي ايس۸۸ نوم ورکړل شوی دی او ډوجي شرکت جوړ کړي ده.


ډوجي شرکت ادعا کوي چې کاروونکي یو ځل چارجولو سره دغه ځیرک موبایل ۷- ۸ ورځو پورې کارولی شي. د یادونې ده چې دغه ځیرک موبایل ۱۰ واټ وایرلېس چارج څخه هم ملاتړ کوي.
دغه ځیرک موبایل څو مهمې ځانګړتیاوې:
 *ډیر کلک ده، که له ۲ مترو لوړ ځاې څخه ولویږي نو کوم اغېز پرې نه کوي.
 *د یو متر اوبو لاندې ۱۲ ساعته او یونیم متر اوبو لاندې تر دوه ساعتونو نه خرابیږي.
 *په دغه ځېرک موبایل موسمي بدلون لکه یخ او ګرمي کوم تاثیر نه کوي.
 *مخ پاڼه يې ۶،۳ انچه، ریم یې ۶ ګیګابایټ او حافظه يې ۱۲۸ ګیګابایټ ده، شاتنی برخه کې ۳ کیمرې لري، اصلي کیمره ۲۱ میګاپیکسله ده او مخکېنۍ کیمره یې ۸ میګا پیکسله ده.
دغه ځېرک موبایل به د روان کال د جون په ۲۱مه د خرڅلاو لپاره وړاندې شي، بیه يې ۲۵۰ امریکايي ډالره ایښودل شوی ده.


د مطلب کود: 213802

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213802/د-نړۍ-تر-ټولو-کلک-ځېرک-موبایل-وپیژنۍ

آوا
  https://www.avapress.com