کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکومت د طالبانو له خوا د خپلو ټولو زندانیانو د خلاصون غوښتنه وکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 سرطان 1399 ساعت 18:27

افغان حکومت له طالبانو غوښتي چې دوی سره د حکومت اړوند ټول بندیان خوشې کړي.



د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي ویلي د طالبانو له خوا د حکومت د ټولو بندیانو خوشې کیدل، خلکو او دولت ته زیات مهم دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي د سولې خبرو زر تر زره پیلیدو ته ژمنه ده، خو د حکومت د ټولو زندانیانو خوشې کیدل د بندیانو د تبادلې یو اصل دی.
په همدې حال کې افغانستان کې د بریټانیان سفارت هم د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي ډیریدو ته اندیښنه ښودلې او له دغې ډلې یې غوښتي چې تاوتریخوالی ژر پای ته ورسوي.
بله خوا، طالبانو ویلي تر هغه چې د دوی پنځه زره بندیان ازاد شوي نه وي، د سولې خبرو میز ته به کینني.
افغان دولت تر اوسه د طالبانو شاوخوا ۴زره بندیان خوشې کړي دي.
طالبانو هم د حکومت ۶۱۶ تنه بندیان ازاد کړي دي، خو د ملي امنیت شورا دفتر وایي د طالبانو له خوا خوشې شوو کسانو کې یواځې ۴۰۴ تنه یې سرتیري دي.


د مطلب کود: 213805

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213805/حکومت-د-طالبانو-له-خوا-خپلو-ټولو-زندانیانو-خلاصون-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com