دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۰۵
د مطلب کود : 213806
بریټانیا له طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی ژر کم کړي
افغانستان کې د بریټانیا سفارت له طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی ژر کم کړي او وښیي چې سولې ته جدي دي.

د بریټانیا سفارت نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي ډيریدو ته اندیښنه ښودلې ده.
په اعلامیه کې راغلي: "داسې حال کې چې موږ مهمو مذاکراتو ته روان یو، له طالبانو غواړو چې د خکو روښانه غوښتنې ته غوږ کیږدي، تاوتریخوالی کم کړي او وښيي چې سولې ته جدي دي."
سفارت همداشان د جګړې له ټولو اړخونو غوښتي چې د ملګرو ملتونو د سازمان ۲۵۳۲ام پریکړه لیک په پام کې ونیسي او تاوتریخوالی په جدي توګه پای ته ورسوی.
په اعلامیه کې همداشان د هغو پيښو د جدي څيړنې غوښتنه شوې چې ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
بریټانیا له افغان حکومته هم غوښتنه کړې چې هر اړخیز عمل وکړي او په مذاکراتو کې د ټولو خلکو استازیتوب وکړي.
دا په داسې حال کې دي چې وروستیو څو اونیو کې د تاوتریخوالي کچه زیاته شوې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxmd0vw6dyca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته