کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بریټانیا له طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی ژر کم کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 سرطان 1399 ساعت 19:05

افغانستان کې د بریټانیا سفارت له طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی ژر کم کړي او وښیي چې سولې ته جدي دي.



د بریټانیا سفارت نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي ډيریدو ته اندیښنه ښودلې ده.
په اعلامیه کې راغلي: "داسې حال کې چې موږ مهمو مذاکراتو ته روان یو، له طالبانو غواړو چې د خکو روښانه غوښتنې ته غوږ کیږدي، تاوتریخوالی کم کړي او وښيي چې سولې ته جدي دي."
سفارت همداشان د جګړې له ټولو اړخونو غوښتي چې د ملګرو ملتونو د سازمان ۲۵۳۲ام پریکړه لیک په پام کې ونیسي او تاوتریخوالی په جدي توګه پای ته ورسوی.
په اعلامیه کې همداشان د هغو پيښو د جدي څيړنې غوښتنه شوې چې ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
بریټانیا له افغان حکومته هم غوښتنه کړې چې هر اړخیز عمل وکړي او په مذاکراتو کې د ټولو خلکو استازیتوب وکړي.
دا په داسې حال کې دي چې وروستیو څو اونیو کې د تاوتریخوالي کچه زیاته شوې ده.
 


د مطلب کود: 213806

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213806/بریټانیا-له-طالبانو-غوښتي-چې-تاوتریخوالی-ژر-کم-کړي

آوا
  https://www.avapress.com