دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۶
د مطلب کود : 213815
ولسمشر غني بهر مېشتو مسلکي افغانانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې
«د یاد ویډیو کنفرانس له لارې بهرمېشتو مسلکي افغانانو هم په بېلابېلو برخو کې خپل وړاندیزونه او نظریات د هیواد له جمهوررئیس سره شریک او زیاته یې کړه، دوی حاضر دي چې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې د افغانستان د راتلونکي ودې په موخه له افغان حکومت سره شریکې کړي.» جمهوررئیس غني له هیواد سره د دوی له مینې او ژمنتیا څخه په مننې وویل، د اړتیا پرمهال به د دوی هر یوه علمي تخصص او تجربو څخه موثره استفاده وشي.

ولسمشر اشرف غني په بهر کې مېشتو افغانانو سره چې په بېلابېلو مسلکونو کې تخصص او تجربې لري، د افغانستان د اقتصادي او اجتماعي وضعیت او راتلونکي ودې په اړه، د ویډیو کنفرانس له لارې هر اړخیز بحث وکړ.

د ارګ راپور کې راغلي:

«د یاد ویډیو کنفرانس له لارې بهرمېشتو مسلکي افغانانو هم په بېلابېلو برخو کې خپل وړاندیزونه او نظریات د هیواد له جمهوررئیس سره شریک او زیاته یې کړه، دوی حاضر دي چې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې د افغانستان د راتلونکي ودې په موخه له افغان حکومت سره شریکې کړي.»

جمهوررئیس غني له هیواد سره د دوی له مینې او ژمنتیا څخه په مننې وویل، د اړتیا پرمهال به د دوی هر یوه علمي تخصص او تجربو څخه موثره استفاده وشي.
 
https://avapress.com/vdcfymd0tw6dyca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته