دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۳
د مطلب کود : 213820
لوړ پوړ چارواکو د مقر ولسوالۍ امنيتي وضعيت و ارزوو
«يادي غونډي ته د مقر ولسوالۍ د ولسونو په استاﺯيتوب دوه تنه قومي مشرانو ملک غياث او حاجي ظاهر خبري وکړي، ولايت ته د مقر ولسوالۍ ارتقا، مقر کي د برښنا د ستيشن رغول، د مقر د ماستر پلان تطبيق، د ﺯرکشان کان د استخراج پيل، د مقر روغتون ته د يوه معياري ودانۍ رغول، د مقر – ناوي د سړک رغونه، په مقر ولسوالۍ کي پراختياي چارو او د پوهني ودي ته د خکومت پاملرنه يي د مقر ولسوالۍ د ولسونو عمده غوښتني يادي کړي.»
د غزني والي وحيدالله کليمزي په مشرۍ يو لوړپوړي پلاوي د دغه ولايت مقر ولسوالۍ امنيتي وضعيت ارزونه وکړه.
د والي ښاغلي کليمزي په مشرۍ پلاوي د مقر ولسوالۍ په مرکز کي جوړه شوي ولسي غونډه کي ګډون وکړ.
د ولايت مقام راپور کې راغلي:
«يادي غونډي ته د مقر ولسوالۍ د ولسونو په استاﺯيتوب دوه تنه قومي مشرانو ملک غياث او حاجي ظاهر خبري وکړي، ولايت ته د مقر ولسوالۍ ارتقا، مقر کي د برښنا د ستيشن رغول، د مقر د ماستر پلان تطبيق، د ﺯرکشان کان د استخراج پيل، د مقر روغتون ته د يوه معياري ودانۍ رغول، د مقر – ناوي د سړک رغونه، په مقر ولسوالۍ کي پراختياي چارو او د پوهني ودي ته د خکومت پاملرنه يي د مقر ولسوالۍ د ولسونو عمده غوښتني يادي کړي.»
د غزني والي وحيدالله(کليمزي) يادي غونډي ته وينا کي د دښمن پر وړاندي د مبارﺯي په ډګر کي د شهيدو امنيتي ځواکونو روح ته د دعا ترڅنګ له حکومت او وسله وال پوځ څخه د مقر ولسوالۍ د ولسونو د ملاتړ او همکارۍ له کبله مننه او ستاينه وکړه.
نوموړي ژمنه وکړه چي شته امکاناتو ته په کتو به د مقر ولسوالۍ د ولسونو غوښتنو ته د دوى په همکارۍ لاﺯمه رسيدګي وکړي.
https://avapress.com/vdcb5fb5grhb8wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته