دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 213821
روزګان: لا هم د کرونا وايروس په اړه پوهاوی روان دی
«د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري او دعامې روغتیا وزارت د لارښود له مخې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوت کې د ۷ پراختيايي شوراګانو غړیو ته د کرونا ويروس او د خوراکي توکو د کمیټې د جوړیدو په اړه کمپاین ترسره شو.»
د کليو پراختيا وزارت لخوا، په ارزگان کې د ۷ پراختیایي شوراګانو غړیو ته د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
د وزارت په راپور کې راغلي:
«د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري او دعامې روغتیا وزارت د لارښود له مخې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوت کې د ۷ پراختيايي شوراګانو غړیو ته د کرونا ويروس او د خوراکي توکو د کمیټې د جوړیدو په اړه کمپاین ترسره شو.»
په دغه کمپاین کې د کرونا ویروس ناروغانو د نښو ، ور څخه د ځان ساتنې، د لېږد د مخنیوي او د روغتیایي اصولو په پام کې نیولو په برخو کې لازم پوهاوی ورکړل شو، د پراختيايي شورا ګانو غړو ژمنه وکړه چې دا مالومات به د ترینکوټ له اوسیدونکو سره شریک‌ کړي.
پدې کمپاین کې همدارنګه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د مرستندویه برخی د پیل لپاره د موادو ویش کمیته هم جوړه شوه.
https://avapress.com/vdcci1qis2bqs48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته