دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 213823
د هوايي ځواک يو شمېر پيلوټان وستايل شول
جنرال احمدزي یاد پیلوټان چې شپه و ورځ د خپلو ولسونو څخه د دفاع، د دښمن په ځپلو او له منځه وړلو، د افغان ملي امنیتي و دفاعي پلي ځواکونو په حمایه، د پوځیانو په لیږد او رالیږد کې د نه ستړي کیدونکو هلو ځلو او پر وخت د وظایفو ترسره کولو له امله په نغدي مکافاتو، ډالیو او ستاینلیکونو وستایل.
د ميوند قول اردو لخوا د هوايي ځواک يو شمېر پيلوټان وستايل شول چې د ستاينې لپاره يې غونډه هم جوړه شوې وه.

د قولاردو په اعلاميه کې راغلي:
«د مراسمو پر مهال ډګرجنرال احمدزي د هوايې ځواک پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې او هوايې ځواکونه يې د وسله وال پوځ د ملا تیر او د شنه اسمان ساتوونکي وبلل.»
جنرال احمدزي یاد پیلوټان چې شپه و ورځ د خپلو ولسونو څخه د دفاع، د دښمن په ځپلو او له منځه وړلو، د افغان ملي امنیتي و دفاعي پلي ځواکونو په حمایه، د پوځیانو په لیږد او رالیږد کې د نه ستړي کیدونکو هلو ځلو او پر وخت د وظایفو ترسره کولو له امله په نغدي مکافاتو، ډالیو او ستاینلیکونو وستایل.
هغه پيلوټان لا هم خپلو دندو ته متوجې کړل او د زړه له کومي يې د هغوی قدردانی وکړ.
 
https://avapress.com/vdcewx8wxjh8zvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته