دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۹
د مطلب کود : 213824
پوهنتونونو ته د کانکور اخيستلو اجازه ورکړل شوه
د کرونا پر وړاندې بېړنۍ کمېټې د يوې غونډې پر مهال پرېکړه چې پوهنتونونه کولی شي د کانکور اخيستلو ازموينه واخلي.
ياده غونډه چې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش په مشرۍ جوړه شوه د ازموينې ملي ادارې طرحه پکې تايد شوه.
دا طرحه د روغتيا وزارت لخوا هم منل شوې ده.
په غونډه کې د ازموينې ملي ادارې ته دنده وسپارل شوه څو د کانکور اخيستلو نېټه اعلان کړي.
همدارنګه د ښوونځيو او پوهنتونو د پيل طرحه چې د لوړو زده کړو وزارت او پوهنې وزارت له لوري وړاندې شوې وه د اوس لپاره تر بحث لاندې ده او د کابينې غونډې ته به وړاندې شي.
 
https://avapress.com/vdcf0md0jw6dyca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته