کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې د هندواڼو حاصلات ډېر شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 سرطان 1399 ساعت 9:37

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې چارواکي وایي سږ کال دغه ولایت کې د هندواڼو حاصلات ډیر شوي دي.


د چارواکو په وینا سږ کال ننګرهار کې په ۲۷۰۰ هکتاره ځمکه باندې هندواڼې کرل شوي او حاصلات يي څه د پاسه سل زره ټنو ته رسیدلي دي .
د ننګرهار د کرنې رئیس انعام الله ساپی وایي د بزګرانو سره يي په تخنیکي برخه کې پوره همکاري کړې ده.
بزګران وايي سږکال يي د هندواڼو حاصلات د تیرو کلونو په پرتله ښه دي او ننګرهار او لغمان سربیرهپلازمینه کابل، مزار شریف او ګڼو نورو ولایتونو ته وړل کیږي.
دوی وايي د پاکستان لارې او په ننګرهار کې د کلدارو په بندیدو سره يې سږ کال حاصلات په ښه او لوړه بیه پلورل کیږي.
د ننګرهار ولایت اوسیدونکي هم له وطني حاصلاتو خوښ دي او له حکومته غوښتنه کوي چېکرنې او مالدارۍ ته پوره پاملرنه وکړي.
د ننګرهار یو اوسیدونکی عبدالمجید زموږ سیمه ییز خبریال تقي الله تقي سره خبرو کې له حکومته غوښتنه کړې چې د ننګرهار د ښې اب او هوا ته په کتو سره په پراخه دولتي ځمکو باندي باغونه جوړ کړي.
د هندواڼو تر څنګ په ننګرهار کې سږکال د میوه جاتو او سبزيجاتو په حاصلاتو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی و.


د مطلب کود: 213825

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213825/ننګرهار-کې-د-هندواڼو-حاصلات-ډېر-شوي

آوا
  https://www.avapress.com