دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 213827
دوربابا: يو تن سره ۳۳ ميله تومانچې او مهمات ونيول شول
ننګرهار کې يو تن سره ۳۳ ميله تومانچې او مهمات ونيول شول،
د ننګرهار د رسنیو دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي، ددې ولايت دوربابا ولسوالۍ خوسا چينکۍ سيمه کې د تروريزم پر وړاندې د مبارزې مديريت پولیسو د افسر شاه په نوم يو تن سره په سراچه ډوله موټر کې ۳۳ ميله تومانچې، ۶۶ شاژورونه او ۱۱۲۰ فيره د ميکروف تومانچې مرمۍ ونيولې.
افغان خبری آژآنس سرچینه زیاتوي؛ نيول شوي تن په خپل جرم اعتراف کړی، چې له لومړنيو څېړنو وروسته به د قانوني اجراتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپيژندل شي.
 
https://avapress.com/vdcirparyt1azv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته