دفاع وزارت تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغه کسان د (برجک سه راهي) په سیمه کې په ماین خښولو لګیا وو چې د ۱۱۱ فرقې ځواکونو لاس په لاس ګیر کړل.
خبرپاڼه کې نهدي ویل شوي چې نیول شوي کسان څوک او له کومې وسلهوالې ډلې سره تړاو لري.
وروستیو څو اوونیو کې د کابل ښار بېلابېلو سیمو کې د خښ شویو او مقناطیسي ماینونو چاودنې وشوې.
تېره اوونۍ یوې چاودنې د احمد شاه بابا مېنې په سیمه کې د بشري حقونو کمېسیون دوه کارکوونکي ووژل چې د ملګرو ملتونو او د بشر حقونو د ملاتړو پراخ غبرګونونهیې وپارول.