کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پغمان کې یو ماین خښوونکی او ۳ ملګري یې ونیول شول

16 سرطان 1399 ساعت 10:07

کابل کې چارواکي وایي چې په پغمان ولسوالۍ کې یې یو ماین خښوونکی او د هغه درې ملګري نیولي دي.


دفاع وزارت تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغه کسان د (برجک سه راهي) په سیمه کې په ماین خښولو لګیا وو چې د ۱۱۱ فرقې ځواکونو لاس په لاس ګیر کړل.
خبرپاڼه کې نه‌دي ویل شوي چې نیول شوي کسان څوک او له کومې وسله‌والې ډلې سره تړاو لري.
وروستیو څو اوونیو کې د کابل ښار بېلابېلو سیمو کې د خښ شویو او مقناطیسي ماینونو چاودنې وشوې.
تېره اوونۍ یوې چاودنې د احمد شاه بابا مېنې په سیمه کې د بشري حقونو کمېسیون دوه کارکوونکي ووژل چې د ملګرو ملتونو او د بشر حقونو د ملاتړو پراخ غبرګونونه‌یې وپارول.


د مطلب کود: 213835

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213835/پغمان-کې-یو-ماین-خښوونکی-او-۳-ملګري-یې-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com