دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 213835
پغمان کې یو ماین خښوونکی او ۳ ملګري یې ونیول شول
کابل کې چارواکي وایي چې په پغمان ولسوالۍ کې یې یو ماین خښوونکی او د هغه درې ملګري نیولي دي.
دفاع وزارت تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغه کسان د (برجک سه راهي) په سیمه کې په ماین خښولو لګیا وو چې د ۱۱۱ فرقې ځواکونو لاس په لاس ګیر کړل.
خبرپاڼه کې نه‌دي ویل شوي چې نیول شوي کسان څوک او له کومې وسله‌والې ډلې سره تړاو لري.
وروستیو څو اوونیو کې د کابل ښار بېلابېلو سیمو کې د خښ شویو او مقناطیسي ماینونو چاودنې وشوې.
تېره اوونۍ یوې چاودنې د احمد شاه بابا مېنې په سیمه کې د بشري حقونو کمېسیون دوه کارکوونکي ووژل چې د ملګرو ملتونو او د بشر حقونو د ملاتړو پراخ غبرګونونه‌یې وپارول.
https://avapress.com/vdchxxnim23nz6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته