کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند د افغانستان په څلورو ولایتونو کې ښوونیزې پروژې پلې کوي

16 سرطان 1399 ساعت 10:58

د افغانستان د اقتصاد وزیر مطفی مستور همدې غونډې ته وویل، د هند په مالي مرسته په بدخشان او خوست کې ښوونځي، په فراه کې د لوړو زده کړو موسیسه او په کاپیسا ولایت کې بیا د البیروني پوهنتون سړک رغول کېږي. د هند سفیر د خپلو خبرو په ورستیو کې له افغان حکومت سره د نورو مرستو ډاډ هم ورکړ او د افغانانو په مالکیت یې د سولې د ملاتړ خبر ورکړ. باید یاده شي چې هند په تېر کې هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.


ښاغلي کمار د یکشنبې په ورځ له افغان چارواکو سره ګډ خبري کنفرانس ته وویل، د دوی په مالي لګښت به په راتلونکي ۲۰۲۱ میلادي کال کې په بدخشان، خوست، فراه او کاپیسا ولایتونو کې بېلابېلې ښوونیزې پروژې پلې شي.
بلخوا، د افغانستان د اقتصاد وزیر مطفی مستور همدې غونډې ته وویل، د هند په مالي مرسته په بدخشان او خوست کې ښوونځي، په فراه کې د لوړو زده کړو موسیسه او په کاپیسا ولایت کې بیا د البیروني پوهنتون سړک رغول کېږي. د هند سفیر د خپلو خبرو په ورستیو کې له افغان حکومت سره د نورو مرستو ډاډ هم ورکړ او د افغانانو په مالکیت یې د سولې د ملاتړ خبر ورکړ. باید یاده شي چې هند په تېر کې هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.


د مطلب کود: 213842

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213842/هند-د-افغانستان-په-څلورو-ولایتونو-کې-ښوونیزې-پروژې-پلې-کوي

آوا
  https://www.avapress.com