د لوګر د ولایتي شورا پر غړې نفیسه هجران وسله وال بريد شوی او نوموړې پکې ټپي شوې ده.
د لوګر د ولایتي شورا غړې وسلوال برید کې ټپي شوه
16 سرطان 1399 ساعت 11:17
د لوګر د ولایتي شورا پر غړې نفیسه هجران وسله وال بريد شوی او نوموړې پکې ټپي شوې ده.
د لوګر د امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزي خامه پرس ته وویل چې نن سهار شاوخوا لس بجې يوه ناپېژانده وسله وال د دې ولایت د ولايتي شورا پر غړې نفیسه هجران برید کړی او هغه په دې بريد کې ټپي شوې.
احمدزي زياته کړه، هجران اوس مهال د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوې. نوموړي همدارز وویل چې بريد کوونکی د پولیسو له لوري نیول شوی او تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.
تر دې مهاله د دې بريد مسوولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
د مطلب کود: 213844