دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 213846
ارګ به نن د سولې په تړاو د ناستې کوربه وي
ټاکل شوې نن(دوشنبې د چنګاښ په ۱۶مه نېټه) کابل کې د سولې په تړاو د ۱۹ نړیوالو هېوادونو او بنسټونو استازو په ګډون د ناستې کوربه ووسي. دغه ناسته چې ولسمشرۍ ماڼۍ کې به ترسره شي، ډېرۍ ګډون کوونکي به یې په کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړي.
ولسمشر غني تېره اوونۍ د ترکمنستان او اذربایجان ولسمشرانو سره په دې تړاو خبرې کړې وې.
 ټاکل شوې دغه ناسته کې امریکا متحده ایالاتو، روسیې، چین، پاکستان، هند، ایران، سعودي عربستان، قطر او د سیمې نورو هېوادونو استازې ګډون ولري او د ناستې کوربه توب به هم د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، حنیف اتمر کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې نېږدې وخت کې د افغانانو ترمنځ خبرې هم پیل شي.
تېره ورځ د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي وویل چې افغان حکومت ژر ترژره دسولې خبرو پیل او هېواد کې د جګړې پایته رسیدو ته ژمن دی، خو زیاته یې کړه:«د طالبانو لخوا د ټولو افغان امنیتي او دفاعي اسیرانو ازادول، د بندیانو ازادولو کې اصلي او عمده اصل د افغانستان ملت او دولت لپاره دی.»
د بندخونو د چارو تنظیم ادارې هم تېره ورځ وویل چې د پنځه زره طالب بندیانو له ډلې چې ټاکل شوې وه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک پربنست ازاد شي، افغان حکومت ۵۹۷ تنه به ازاد نه کړي.
د دغې ادارې رییس احمد راشد طوطاخېل رییس  زیاته کړه هغه نوملړ چې د بندیانو د ازادولو لپاره افغان حکومت ته سپارلی دی، د هغو کسانو نومونه لیدل کېږي چې په جنايي او اخلاقي جرمونو بندیان شوي دي.
https://avapress.com/vdcjxte8muqevoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته