دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 213847
افغان حکومت د طالبانو ۵۹۷ بندیان نه خوشي کوي
د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې مشر احمد راشد طوطاخېل پرون د پارلمان د فاعي او امنیتي کمېسیون ته په خبرو کې وویل، د طالبانو په لېست کې د داسې کسانو نومونه شته چې په جنايي او اخلاقي جرمونو کې ښکېل دي او قانون یې د خوشې کولو اجازه نه ورکوي.
بل لور ته د دې ادارې ویاند فرهاد بایاني وایي، دا پرېکړه د حکومت په کچه شوې او  دوی یې د عملي کېدو دنده پر غاړه لري. یاده دې وي چې تر دې وړاندې حکومت د ټولو طالب بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړی و.
په پام کې ده چې د دوحې د تړون له مخې افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان او طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ازادوي او تر هغه وروسته به بین الافغاني خبرې پیلېږي. په ورته وخت کې طالبان وایي، تر هغه چې د دوی ټول بندیان ازاد نه شي، بین الافغاني خبرې نه پیلوي.
https://avapress.com/vdcayenu049n6a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته