ننګرهار ولایت کې یوه سرتېري چې غوښتل یې ځای پر ځای شوی ماین شنډ کړي، د ماین چاودنې له کبله ژوند له لاسه ورکړ.
د یاد ولایت سیمه ییز مسوولین وايي پېښه تېره ورځ(یکشنبې د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) سره رود ولسوالۍ کې شوې ده.
دغه پېښه د سره رود په فاتح اباد سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ماین خښولو او د پېښې مسوولیت د طالبانو په ګډون چا نه دی منلی.