دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 213849
طالبانو تېره شپه د کابل شکردرې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید کړی چې د دغو ځواکونو سخت مقاومت سره مخامخ شوي دي.

د پوځ ۱۱۱ فرقې خبرپاڼه کې نن(دوشنبې د چنګاښ په ۱۶مه نېټه) راغلي دي چې د نښتې پایله کې یو بریدکوونکی وژل شوی او بل نیول شوی دی.
خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې نښته هغه مهال پیل شوه چې یو شمېر طالب وسله والو له څو خواوو د افغان ځواکونو پر پوستې برید پیل کړ.
ویل شوي چې افغان ځواکونو برید په شا  تمبولی او یادو ځواکونو ته دوه راکټه هم په لاس ورکړي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcc01qio2bqs48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته