د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان د مصالحې د عالي شورا ریس ډاکټر عبدالله عبدالله ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې ده.
د دغې بلنې اعلان د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق کړی دی.
محمد صادق پر خپل ټویټر لیکلي، چې افغانستان سره یې اړیکې په ښه کیدو دي.
سرچینې د یاد شوي سفر کره نېټه نه ده ښودلې.
افغان حکومت هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
پاکستان د سولې وروستیو هڅو کې د همکاریو ژمنه کړې، خو افغان شنونکي پرې شکمن دي.