کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي همکایو سازمان د جګړې له اړخونو د اوربند غوښتنه کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 سرطان 1399 ساعت 12:59

د اسلامي همکاریو د سازمان مشر، یوسف بن احمد العثیمین افغانستان کې د جګړو له غاړو غوښتي چې له زغم نه کار واخلي او د تاوتریخوالي کمیدو او اوربند لپاره عملي ګامونه پورته کړي.


یوسف بن احمدالعثیمین افغانستان کې د جګړې ختمیدو او پایدارې سولې لپاره د همکارۍ ژمنې ترڅنګ د سیمې او نړۍ له هیوادونو غوښتي چې دغه هیواد کې سوله غوښتونکو هڅو باندې تمرکز وکړي.
هغه د طالبانو په ګډون له ټولو افغانانو غوښتي چې سولې او پخلاینې لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي.
د یادولو ده چې اوس ورځو کې د افغانستان د سولې او بین الافغان ناستې خبرې یو ځل بیا د ژبو پر سر دي.
خو تر اوسه دې چارې لپاره تر ټولو لوی خنډ چې د دواړو خواوو د بندیانو خوشې کیدل دي، له مخې نه دی پورته شوی.
افغان حکومت پرون اعلان وکړ چې د طالبانو د ۵۰۰۰ زندانیانو له ډلې، شاخوا ۵۰۰ تنه یې نه خوشې کوي.


د مطلب کود: 213857

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213857/د-اسلامي-همکایو-سازمان-جګړې-له-اړخونو-اوربند-غوښتنه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com