پاکستان د افغانستان د پخلاينې ملي شورا مشر عبدالله عبدالله دغه هېواد ته وربللی تر څو د سولې په تړاو ورسره خبرې وکړي.
پاکستاني سفير عبدالله ته دغه هېواد ته د سفر بلنه ورکړه
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 سرطان 1399 ساعت 13:21
پاکستان د افغانستان د پخلاينې ملي شورا مشر عبدالله عبدالله دغه هېواد ته وربللی تر څو د سولې په تړاو ورسره خبرې وکړي.
د پاکستان سفير زاهد نصرالله خان د يکشنبې په ورځ له عبدالله عبدالله سره په ليدنه کې نوموړي ته دا بلنه ورکړې.
په دې کتنه کې د پاکستان سفیر د سولې په برخه کې د پاکستان د ملاتړ ډاډ ورکړی او ويلي یې دي چې هیواد يې تل چمتو دی چې له افغانستان سره د سولې په برخه کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
له بل لوري بيا ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې او دغه راز د زندانیانو د تبادلې په برخه کې د پاکستان او د سيمې د هېوادونو له هڅو مننه کړې.
عبدالله د پاکستان له بلنې مننه کړې او زیاته یې کړه چې په یو مناسب وخت کې به پاکستان ته سفر وکړي
د مطلب کود: 213859