دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۰۳
د مطلب کود : 213883
عامې روغتیا وزارت: افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې کمې شوي
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا ویروس پېښې کمې شوي، خو لا هم عادي ژوند ته د ګرځېدو لپاره باید خلک څو میاشتې زغم وکړي.
د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور دغه څرګندونې نن هغه مهال وکړې چې د تېرو ۲۴ ساعتونو شمېرې یې له خلکو سره شریکولې.
هغه زیاته کړه: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۶۸ معاینات شوي دي، ۲۳۹ مثبتې واقعې لرو، دې موده کې ۳۴ افغانان د 'کووېډ-۱۹' له امله مړه شوي دي او ۷۳۷ تنه بېرته رغېدلي دي."
وزارت په لومړي ځل په جنسیتي او سني توګه په کرونا ویروس د اخته شویو افغانانو شمېرې خپرې کړې.
دغه وزارت ویلي، افغانستان کې په کرونا ویروس د ټولو څه باندې ۳۳ زرو اخته شویو کسانو له ډلې ۷۲ په سلو کې نارینه او ۲۸ سلنه‌یې ښځې دي.
د مړینې له اړخه هم نارینه‌وو ته دا ویروس ګران پرېوتی.
افغانستان کې نږدې ۹۰۰ کسان 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ مړه کړي چې ۷۸ سلنه‌یې نارینه او ۲۲یې ښځې دي.
د عمر په حساب تر ټولو زیاته مړینه هغه کسان لري چې عمرونه‌یې له ۶۰ لوړ دي، خو په دغه ویروس بیا تر ډېره یعنې ۳۱ په سلو کې هغه ځوانان اخته شوي چې د ۲۰ او ۳۰ کلونو ترمنځ عمر لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaaenue49n6a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته