کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ: په هر ولایت کې یوه ښځه د والي د مرستیالې په توګه ټاکل کېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 سرطان 1399 ساعت 17:06

افغان کابینې پرېکړه وکړه چې هر ولایت ته به یوه ښځه د والي د مرستیالې په توګه ټاکي.




دغه ګام په دولتي ادارو کې د ښځو د ونډې د ډېروالي په هدف پورته شوی.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په یوه خبري غونډه کې دغه پرېکړه اعلان کړه.
هغه زیاته کړه: "د ښځو چارو وزارت له وړاندیز سره سم حکومت پرېکړه کړې چې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې یوه-یوه ښځه د والي د مرستیالې په توګه وټاکي، کابینې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښونه وکړه چې د دغو پوستونو د رامنځ ته کېدو لپاره ګام پورته کړي."
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون دوه کاله وړاندې ویلي و چې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه ۲۲ سلنه ده، خو دوی ژمنه کړې وه چې تر څو کلونو به دغه کچه دېرش سلنې ته لوړوي.
ناامنۍ او په افغانې ټولنه کې دودیزې ستونزې په دولتي ادارو کې د ښځو د ونډې د کمۍ سبب شوې دي.
 


د مطلب کود: 213890

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213890/ارګ-په-ولایت-کې-یوه-ښځه-د-والي-مرستیالې-توګه-ټاکل-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com