دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۵۵
د مطلب کود : 213896
پوهنې وزارت د سلاکارانو د ګوښه کېدو خبر رد کړ
له بده مرغه د پرون راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې داسی آوازې دی چی د پوهنې وزارت سرپرستې، د دې وزارت ټول مشاورین له دندې ګوښه کړي دي. د پوهنې وزارت رهبري، ګرانو هیوادوالو او د معارف لویې کورنۍ ته دا علان کوي چي دا خبر بي بڼسټه دی او ځیني مخرب او متعصب ذهنیتونه د دی خبر د خپرولو شاته لاس لري.»
د افغانستان پوهنې وزارت وايي، هغه خبر بې بنسټه دی چې ګواکې د پوهنې وزيرې د دغه وزارت سلاکاران له دندو ګوښه کړي دي.
د وزارت لخوا خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي:
له بده مرغه د پرون راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې داسی افغان غږ خبری آژانسزې دی چی د پوهنې وزارت سرپرستې، د دې وزارت ټول مشاورین له دندې ګوښه کړي دي. د پوهنې وزارت رهبري، ګرانو هیوادوالو او د معارف لویې کورنۍ ته دا علان کوي چي دا خبر بي بڼسټه دی او ځیني مخرب او متعصب ذهنیتونه د دی خبر د خپرولو شاته لاس لري.»
اعلاميه کې راغلي، د پوهنې وزارت سرپرستې، آغلی رنګینه حمیدي، د خپل کار له پیل را پدې خوا، د پوهنې په وزارت کې د ګمارنې او ګوښه کولو اقدام ندی ترسره کړی.
دغه راز اعلاميه ډېروي:
«د داسې اقداماتو د لزوم په وخت کی به د پوهنې وزارت ټولې پریکړې د هیواد د نافذه قوانینو په مطابقت کې ترسره کیږي. همداسي چی د روان کال د چنګاښ د پنځمې نیټې سره سم ، د وزارت درې لومړي بست پوستونه او ۱۱ دوهم بست پوستونه چې د پخواني سرپرستانو لخوا اداره کیدل، داصلاحاتو اداري او ملکي خدماتو کمیسیون له لارې د آزادې سیالۍ پروسي له طریقه اعلان شول.»
د پوهنې وزارت مشرتابه د کلک هوډ، لوړ مورال، او ډلهـيز کار او تصمیم نیونې له طریقه د هیواد د ښوونې او روزنې لپاره جامع او عملي پلانونه لري، ترڅو وکولای شی چی د ماشومانو او ځوانانو لپاره کیفیت لرونکي، او معیاري خدمات وړاندي کړي.
 
https://avapress.com/vdceox8wpjh8zvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته