دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۵۸
د مطلب کود : 213897
شاهین: لویدیزې رسنۍ سوله تخریبوي
وسله والو طالبانو لویدیزې رسنۍ د سولې د روانو هڅو په تخریبولو تورنې کړي.
دا تور د دې ډلې د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پورې کړی.
نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د نیویارک ټایمز وروستی راپور د دغو هڅو یوه برخه وه.
یادې رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله روسیه د طالبانو په ملاتړ تورنه کړې وه.
خو طالبانو ، روسیې او یو شمېر امریکایي چارواکو دغه راپور رد کړی و.
په وروستیو کې د وسله والو طالبانو په اړه داسې راپورونه زیات شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcf1md0ew6dyca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته