فرامرز وويل: «وسلهوال مخالفين وخت ناوخت تحرکات کوي، خو دوی په کابل کې هېڅ ثابت پټنځايونه نهلري، ډېر کله دوی له شاوخوا ولايتونو پر کابل د تحريکاتو هڅې کوي او ډېری وخت پولیسو یې پر وړاندې جدي اقدامات کړي دي.» پر دې سربېره، کابل ښاريان اندېښنه څرګندوي چې د جنايي جرمونو په زياتېدو سره یې ورځنی ژوند له ډېرو ننګونو سره مخ شوی دی. دوی زياتوي، وژنې، غلاوې، انسان تښتونې او نور جنايي جرمونه هغه موارد دي چې هره ورځ د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې پېښېږي. هغوی پر کورنيو چارو وزارت او د کابل پر امنيه قوماندانۍ غږ کوي چې د جنايي مجرمينو پر وړاندې دې جدي او اړين ګامونه پورته کړي. احمدالله ناصري کليد ته وويل: «هره ورځ په کابل ښار کې جنايي جرمونه زياتېږي، مسوولين ورته توجه نهکوي، غلاوې، ترور، هدفي وژنې او انسان تښتونې خپل اوج ته رسېدلي، پر کورنيو چارو وزارت غږ کوو چې روان امنيتي وضعيت ته دې جدي پاملرنه وکړي.» فردوس فرامرز د جنايي جرمونو زياتېدو مسلې ته په اشارې وويل، هڅه یې پيل کړې چې امنيتي وضعيت کې مثبت بدلون رامنځ ته شي. د فرامرز په خبره، له وروستيو ارقامو داسې ښکاري چې د جنايي جرمونو ګراف مخ پر ټېټېدو دی او د روانې مياشتې په درشل کې یې ۱۰۰تنه د بېلابېلو جنايي جرونو په تړاو نيولي دي. فرامرز کليد ته وويل: «د خلکو له لوري د جنايي جرمونو په تړاو اندېښنې زياتي شوي او همدې اندېښنو ته په کتو سره موږ جدي اقدامات پيل کړي چې امنيتي وضعيت کې د پام وړ بدلون رامنځ ته شي، په روانه مياشت کې د جنايي جرمونو ګراف ټيټ شوی او شاوخوا ۱۰۰ کسان د جنايي جرمونو په تور نيول شوي دي.» دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د کابل ښار د پغمان ولسوالۍ په ارغندۍ سیمه کې وسله والو مخالفینو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل. هغه وخت امنیتي چارواکو ادعا وکړه چې د دوی پر پوستو یې شوي بریدونه په شا تمبولي او مخالفینو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.