کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پارلمان لومړي مرستیال لخوا د هرات د ګمرک د مشر پر ستایلو نیوکې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 سرطان 1399 ساعت 19:08

د ولسي جرګې د لومړي مرستیال له خوا د هرات د ګمرک مشر ته د ستاینلیک ورکړه له نیوکو سره مخ شوې ده.



د ولسي جرګې ځینې غړي وايي چې د دغې جرګې لومری مرستیال میرزا محمد کټوازی دې روښانه کړي هغه کس چې په فساد تورن دی او څارنوالۍ ته معرفي شوی، څنګه لومړی درجه ستاینلیک ورکول کېږي.
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی حمیدالله حنیف وايي:«ستاسو د یوه کمېسیون پلاوي هغه (د هرات د ګمرک مشر) څارنوالۍ ته معرفي کړی، خو که چېرې بد دی، اداري پلاوي ولې هغه ته ستاینلیک ورکړی دی؟»
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون د لیک پر بنسټ، د هرات د ګمرک مشر د پنځو قانوني سرغړونو له امله د روان کال په غبرګولي میاشت کې د عدلي او قضايي څار په موخه څارنوالۍ ته معرفي شو.
د ورځ کې له پنځوسو تر سلو موټرو پورې له ګمرکي محصول پرته خوشې کېدل او په جعلي اسنادو سره له نفتو د ۳۶ بار موټرو خوشې کېدل هغه تورونه دي چې په دې لیک کې ځای پر ځای شوي دي.
د ولسي جرګې مشر د هرات د ګمرک د مشر له دغه ستایلو خپله بې خبري ښيي؛ خو د دغې جرګې ځینې نور غړي وايي، باید روښانه شي چې د دغه ستاینلیک د ورکړې تر شا د پیسو او یا هم فساد کومه معامله روانه ده؟
د ولسي جرګې غړی سید احمد سېلاب وویل:«یا د ګمرک رییس پر حقه دی او یا دا چې اداري پلاوي د کوم شمېر پیسو په وړاندې معامله کړې ده.»
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني هم څرګندوي:«ولسمشر ممنوع الخروج کوي او اداري پلاوی یې ستايي دا ډول کار یې چې ترسره کړی باید ځواب ووايي.»
په دې اړه مو د ولسي جرګې د لومړي مرستیال نظر تر لاسه نه شوی کړی.
 بلخوا د روڼتیا څار بنسټ او ځينې هېوادوال د ولسي جرګې ځینې غړي له حکومتي مسوولینو سره په همکارۍ د ګمرکونو د عوایدو پر حیف و میل کېدو تورنوي.
د افغانستان د روڼتیا د څاربنسټ څېړونکی ناصر تیموري وايي:«د ولسي جرګې ځينې غړي په ځان پورې تړلي کسان په ګمرګونو کې ګوماري او له ګمرکي سرچینو ناوړه استفاده کوي.»
تر دې مخکې د هرات والي د دغه ولایت د ګمرک د نږدې ۹۰ سلنې عوایدو له حیف و میل کېدو اندېښنه ښودلې وه.
د هیواد د ملي عوایدو پر حیف و میل کېدو د نیوکو له ډېرېدو وروسته ولسمشر غني تازه خپل لومړي مرستیال ته دنده ورکړې؛ چې د دغو عوایدو د راټولونې څرنګوالی وڅېړي.


د مطلب کود: 213908

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213908/د-پارلمان-لومړي-مرستیال-لخوا-هرات-ګمرک-مشر-پر-ستایلو-نیوکې

آوا
  https://www.avapress.com