کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بېلابېلو هېوادونو د استازو ترمنځ د سولې لپاره د اجماع د پياوړتيا غونډه جوړه شوه

17 سرطان 1399 ساعت 7:45



د افغان حکومت په کوربتون د سولې د اجماع د پياوړتيا لپاره د بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون غونډه وشوه.

دا غونډه ولسمشر غني په خپلې وينا پرانيسته.

د ارګ راپور کې راغلي:

«په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې د سیمې د شلو هیوادونو، د افغانستان د ستراتېژیکو شریکانو او ملګرو ملتونو سازمان د استازو په ګډون په ارګ کې ترسره شوه، لومړی جمهوررئیس د کرونا ویروس له امله په رامنځته شویو تلفاتو او اقتصادي خنډونو اندېښنه وښوده او کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې یې له افغانستان سره د بین المللي ټولنې غړو هیوادونو د مرستو ستاینه وکړه.»

جمهوررئیس د سیمې هیوادونو په ځانګړي ډول اوزبیکستان، ترکمنستان، اذربایجان، قزاقستان، هند، ایران او ترکیې څخه چې خپل بندرونه یې د افغانستان د سوداګریزو مالونو د ترانزیټ لپاره پرانیستي وو، مننه وکړه.

همداراز له پاکستان څخه یې د افغانستان د سوداګریزو محصولاتو او مالونو د لېږد لپاره د خپلو بازارونو او دروازو د پرانیستو له امله هم مننه وکړه.

هغه زیاته کړه، دغه ډول همکارۍ د دې لامل شوي چې افغانستان د لومړنیو توکو د کمي ستونزې سره مخ نشي او دغه هڅې د سیمه ییزو همکاریو ښه بېلګه ده.

جمهوررئیس هغوی ته په خطاب کې وویل، تاسو د سولې، ثبات، پرمختګ او د افغانستان د هوساینې په برخه کې زموږ شریکان یاست. افغانستان د سیمې هیوادونو سره لرغونې او تاریخي اړیکې لري او زموږ ګډې ګټې دا دي چې خپلې همکارۍ لا زیاتې کړو.

ولسمشر غني وويل:

«موږ ټول له ترورېزم، سیمه ییزو جرمي شبکو او افراطپالنې سره مخ یوو. امنیت، ثبات او ګټې موږ له یو بل سره نښلوي. عقلاني درک هم همدا دی چې د یو بل ترڅنګ ودرېږو او افغانستان د سیمه ییزو همکاریو د څلورلارې په توګه کولی شي د سیمې د ثبات او هوساینې لپاره ښه رول ولوبوي.»

جمهوررئیس له امریکا متحدو ایالتونو څخه د افغانستان د ثابت قدمه شریک په توګه په مننې وویل، دغه هیواد له افغانستان سره یو ځای د سولې پروسه کې د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د پياوړتیا لپاره زیاتې هڅې کړې دي.

جمهوررئیس وویل: زموږ لیدلوری دا دی چې افغانستان د سیمې د ارامۍ او ثبات او د انکشاف او ودې څلورلارې ده.

د هیواد جمهوررئیس د سولې په اړه وویل:

«د سولې پروسې موخه دا ده چې خپلواک، ډیموکراتیک او په سوله کې له خپلو، سیمې او نړۍ سره متحد افغانستان د پخوانیو ارزښتونو په ځانګړي ډول د ښځو او ځوانانو د حقونو ساتونکی وي.موږ د سیاسي ژمنتیا ظرفیت لرو چې جګړه پایته ورسوو او طالبانو ته یوه سیاسي حللاره وړاندې کړو ترڅو تاوتریخوالی بس کړي.د جګړې د پایته رسولو لپاره نړیواله اجماع شته او له سیمه ییزې قوي اجماع د سیمې هیوادونو او ګاونډیو ملاتړ به له افغانستان سره مرسته وکړي چې د سولې موخو ته ورسېږي.»

جمهوررئیس څرګنده کړه، زموږ سوله به د سیمې او نړۍ د ثبات او امنیت لامل شي او د سولې ګټونکی به د افغانستان او سیمې خلک وي. په افغانستان کې له ولسواک نظام د سیمې ملاتړ به سیمه ییزې همکارۍ غښتلې کړي او زموږ خلکو ته به فرصت ورکړي چې د هیواد له منابعو څخه نه یوازې د افغانستان د اقتصادي ودې، بلکې د سیمې لپاره هم استفاده وکړي.
 


د مطلب کود: 213913

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213913/د-بېلابېلو-هېوادونو-استازو-ترمنځ-سولې-لپاره-اجماع-پياوړتيا-غونډه-جوړه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com