د افغانستان دفاع وزارت وايي، په میدان ورد ګو کې ۴ تنه وسله وال طالبان هغه مهال ووژل شول او ۱ تن یې مرګوني ټپې شو چې پر ملي امنيتي ځواکونو يې بريد وکړ.
د وزارت په اعلاميه کې راغلي:
«تیره ورځ وسله والو طالبانو د میدان ورد ګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اړوند د سیسي په سیمه کې په ملي امنيتي ځواکونو برید وکړ.»
دغه برید د ملي امنیتي او هوایي ځواکونو له خوا له ماتي سره مخ شوي.
د یاد برید په پایله کې ۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱ تن مرګونی ټپی شوي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.