دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۴
د مطلب کود : 213916
د ماليې وزير د هند له سفير سره پر اقتصادي مسايلو خبرې وکړې
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د افغانستان لپاره د هندوستان له سفیر سره د پیژندنې ناسته وکړه. د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د چنګاښ میاشتې په ۱۶ مه نېټه د افغانستان لپاره د هندوستان له سفیر ښاغلي وینای کمار سره په مالیې وزارت کې د پیژندنې ناسته وکړه.

«په پیل کې د افغانستان لپاره د هندوستان سفیر ښاغلي ارغندیوال ته د مالیې وزارت د تصدۍ سپارلو مبارکي ورکړه او ویې ویل چې هند له افغانستان سره په تېرو کلونو کې په بیلابیلو برخو کې مرستې کړي. نوموړي زیاته کړه چې د نورو هیوادونو په شان افغانستان هم د کرونا ویروس خپریدو له امله زیانمن شوی او زموږ هڅه داده چې له دې زیانونو سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړو.»
د مالیې وزارت سرپرست له لومړني څخه د مننې تر څنګ وویل چې هندوستان د افغانستان له سترو مرسته کوونکو هیوادونو څخه دی او تل یې له موږ سره بشردوستانه مرستې کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې له کرونا ویروس سره مبارزه د افغانستان حکومت له لومړیتوبونو څخه ده او په دې برخه کې ستاسو له مرستو څخه منندوی یو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdchzxni-23nzwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته