کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سرپل: د يو محافظوي دېوال چارې بشپړې شوې

17 سرطان 1399 ساعت 8:20


د کليو پراختيا وزارت وايي، په سرپل کې د اوبه خورد یوه کانال او یوه محافظوي دیوال کار بشپړ او ګټې ا خیستنې ته وسپارل شو.
د وزارت په راپور کې راغلي:
«د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسی تړون ملي پروګرام له خوا د سرپل ولایت مرکز اړوند په دیمه قشلاق کلی کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال او محافظوی دیوال کار بشپړ شو.»
د اوبه خور کانال ۵۰۰ جریبه ځمکه خړوبوي، او محافظوی دیوال ۶۶ متره اوږدوالي او ۳ متره لوړوالي لري او ۱۸۸ کورنۍ ترینه ګټه اخلي.
د یادونې وړ ده چې د پروژې د جوړیدو په بهیر کې ماهرو او غیر ماهرو کاریګرو ته ۱۱۲۶ کاري ورځې رامنځته شویدي


د مطلب کود: 213918

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213918/سرپل-د-يو-محافظوي-دېوال-چارې-بشپړې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com