دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۲
د مطلب کود : 213919
کندوز: خلکو ته د کرونا په اړه پوهاوی ورکړل شو
«د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري او د عامی روغتیا وزارت د لارښود له مخې د کندز ولایت په مرکز د دروازي ها پراختيايي شورا غړو او او کلیوالو ته د کرونا ويروس او د خوراکې توکو د کمیټې دجوړیدو په اړه کمپاین ترسره شو.»

د کليو پراختيا وزارت د پوهاوي لړۍ په ترڅ کې دا ځل په کندز کې د یوې پراختیایی شورا غړو ته د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
«د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري او د عامی روغتیا وزارت د لارښود له مخې د کندز ولایت په مرکز د دروازي ها پراختيايي شورا غړو او او کلیوالو ته د کرونا ويروس او د خوراکې توکو د کمیټې دجوړیدو په اړه کمپاین ترسره شو.»
په دغه کمپاین کې د کرونا ویروس ناروغانو د نښو، له هغه څخه د ځان ساتنې او لېږد د مخنیوي د لارو چارو او د روغتیایي اصولو په پام کې نیولو په برخو کې لازم پوهاوی ورکړل شو.
د پراختيايي شورا ګانو غړو ژمنه وکړه چې دا مالومات به نورو خلکوسره شریک‌ کړي.
د يادونې ده چې د پوهاوي دغه لړۍ له تېرو څو مياشتو راهيسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې روانه ده.
 
https://avapress.com/vdca6enuo49n6o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته