د کاب پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي استاد پوهاند سيد فاروق فرياد د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
لوړو زده کړو وزارت د نوموړي مړينه تايد کړې او د چارسمبالي وزير عبدالتواب بارکزي له قوله يې يو پېغام کې ويلي:
«د لوړو زده کړو وزارت رهبري هیئت د استاد فریاد مړينه د کابل پوهنتون او ټولې اکاډمیکې ټولنې لپاره یوه ستره ضایعه بولي، د ارواښاد د مړينې له امله د هغه کورنۍ او دوستانو ته د ډاډګیرنې، خواخوږۍ او غمشريکۍ مراتب وړاندې کوي او خدای بخښلي ته د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جمیل صبر غوښتنه کوي.»
د يادونې ده چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د کابل پوهنتون ډېری استادان د بېلابېلو ناروغيو له امله مړه شول.