دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 213923
قتالي: ۵۵۰۰ موټر له ګمرکي محصول پرته هېواد ته رادننه شوي
د هرات والي سید وحید قتالی : په ګمرک کې په تېر څه باندې یوه کال کې له وارداتي توکو بار څه باندې ۵۵۰۰ موټر له ثبتېدو پرته هېواد ته راننوتلي دي. د هرات والي زیاتوي، چې دغه موټر د ګمرکي محصول له ورکړې پرته هېواد ته رادننه شوي او د دغو مالیاتو سلګونه مېلیونه افغانۍ د مافیایي کړیو او سیمه ییزو زورواکو جیبونو ته تللي دي.
د هرات والي سید وحید قتالي وايي:«که چېرې په ۱۳۹۸ کال کې څه باندې ۴ زره موټر ورک نه وي، ما بیا څارنوالۍ ته معرفي کړئ. که چېرې د سږکال له پیله څه باندې ۱۵۰۰ موټر ورک نه وو، ما څارنوالۍ ته معرفي کړئ. یوازې په دخولي دروازه کې په هېڅ کتاب کې ثبت شوي نه دي.»
د هرات د والي په وینا، هغه کسان چې د دغه ولایت د ګمرک په مالي فساد کې لاس لري، د دغه ګمرک سلګونه مېلیونه ډالره عواید یې ګاونډیو هېوادونو ته لېږدولي او په هغه ځایونو کې د کورونو له اخیستو او جوړولو سربېره خپلې سوداګریزې چارې پر مخ وړي.
ښاغلي قتالي زیاته کړه:«دوی یوازې د دې دنده لري چې له دغه هېواد ډالر ولېږدوي، ټولې هغه پیسې چې د هرات ګمرکونو له وینو، د هرات د ټولنې له وینو، د هرات د ادارو له وینو، د هرات د سوداګر او صنعت کار له وینې دوی څښلي دي او ټول ګاونډیو هېوادونو ته لېږدوي، او هلته د ځان لپاره لوړپوړۍ ودانۍ او ځای ګی جوړوي. په دې ښار کې یې کور نه دی جوړکړی.»
د هرات د ګمرک ټيټ پوړي ځینې کارکوونکي د دغه ګمرک د عوایدو له چور کېدو خبر ورکوي او وايي چې، د زورواکو او مافیایي کړو له لوري د ګواښلو له امله اړ دي؛ چې د هغوی ګمرکي سندونه د محصول له ورکړې پرته لاسلیک کړي.
د هرات د ګمرک کارکوونکی عبدالله څرګندوي:«ګدام نشته د تشولو ځای نشته هېڅ امکانات یې نشته، یوازې تللي یوو چې د دوی بار ووینو او پلېټ یې له اسنادو سره تطبیق کړم، په سبا یې زه اختطاف شوم، یوازې د موټر د لیدو له امله ما ته ګواښ وشو چې له کومې لارې ځې، ما هغه عادې وګڼله په سبا یې زه اختطاف شوم.»
د هرات د ګمرک بل کارکوونکی حکیمي هم وايي:«د هرات ګمرک په دې اړه د ملي امنیت ریاست ته هم مکتوب ورکړی، چې د اسنادو جعل شته. او دا بیا هم د هماغه مافیا کار دی.»
خو مالیه وزارت د هرات د والي د دغو خبرو په غبرګون کې د اسنادو د وړاندې کولو غوښتونکی دی.
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وویل:«هغه شمېر یې چې وړاندې کړی دی، د دغو شمېرو د کره والي په اړه که چېرې له موږ سره هم معلومات شریک کړي خوشحاله کېږو. ځکه چې هغه شمېرې چې وړاندې شوې ډېرې لوړې دي د هرات له ګمرکه ټولې سودګریزې راکړې ورکړې یې په یوه زښته زیات مقیاس اندازه شوی دی او دا زموږ لپاره د درک وړ نه دی.»
تر دې مخکې د هرات سیمه ییزو مسوولینو ویلي وو چې، د دغه ولایت د ګمرک ۹۰ سلنه عواید د سیمه ییزو زورواکو او مافیايي کړیو له لوري حیف و میل کېږي. 
د هرات د والي په وینا دغه زورواکي او مافیايي کسان په کابل او هرات کې فعال حضور لري او په ورځ کې د ملت لسګونه مېلیونه افغانۍ په خپلو جېبونو کې وهي.
 
https://avapress.com/vdcf0md0mw6dy1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته