کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان حکومت ۵ ولایتونو ته نوي والیان وټاکل

د صدای افغان خبری آژانس , 17 سرطان 1399 ساعت 9:34

د افغانستان حکومت د پنځو ولایتونو لپاره نوي والیان وټاکل.


د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د دوشنبې په ورځ وویل چې د ولسمشر اشرف غني د حکم پر اساس، محمد صدیق پتمن د خوست، عبدالغفور ملکزی د نورستان ولایت، رحمت‌الله یارمل د لغمان، تاج محمد جاهد د بغلان او محمد داوود کلکاني د سمنګان ولایت لپاره د نویو والیانو په توګه وګمارل شول.
بل‌خوا محمد عمر داوودزی د پاکستان په چارو کې د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه د ولسمشر اشرف غني له‌خوا وټاکل شو.
د نویو والیانو ټاکنه داسې مهال کېږي چې د افغانستان د حکومت کابینه تر اوسه ټاکل شوې نه‌ده.
ولسمشر غني تېره میاشت د پارلمان له غړو سره د لیدو پر مهال ویلي وو چې ډېر ژر به د افغانستان په وزارتونو کې سرپرستۍ پای ته ورسوي.


د مطلب کود: 213925

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213925/افغان-حکومت-۵-ولایتونو-ته-نوي-والیان-وټاکل

آوا
  https://www.avapress.com