دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 213928
غني د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا مشورتي غونډه پرانيسته
ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبه په ورځ ماسپښين د افغانستان دولت په نوښت د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه «د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا» تر سرلیک لاندې د سیمې هیوادونو استازو سره مشورتي غونډه په خپلې وینا پرانیسته.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې د سیمې د شلو هیوادونو، د افغانستان د ستراتېژیکو شریکانو او ملګرو ملتونو سازمان د استازو په ګډون په ارګ کې ترسره شوه، لومړی ولسمشر د کرونا ویروس له امله په رامنځته شویو تلفاتو او اقتصادي خنډونو اندېښنه وښوده او کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې یې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د غړو هېوادونو د مرستو ستاینه وکړه.
خبرپاڼه زياتوي، ولسمشر غني د سیمې هېوادونو په ځانګړي ډول ازبکستان، ترکمنستان، اذربایجان، قزاقستان، هند، ایران او ترکیې څخه چې خپل بندرونه یې د افغانستان د سوداګریزو مالونو د ترانزیټ لپاره پرانیستي وو، مننه وکړه.
همداراز له پاکستان څخه یې د افغانستان د سوداګریزو محصولاتو او مالونو د لېږد لپاره د خپلو بازارونو او دروازو د پرانیستو له امله هم مننه وکړه.
د خبرپاڼې په حواله هغه زیاته کړه، دغه ډول همکارۍ د دې لامل شوې چې افغانستان د لومړنیو توکو د کمي ستونزې سره مخ نه شي او دغه هڅې د سیمه ییزو همکاریو ښه بېلګه ده.
د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني هغوی ته په خطاب کې وویل:
تاسو د سولې، ثبات، پرمختګ او د افغانستان د هوساینې په برخه کې زموږ شریکان یاست. افغانستان د سیمې هیوادونو سره لرغونې او تاریخي اړیکې لري او زموږ ګډې ګټې دا دي چې خپلې همکارۍ لا زیاتې کړو.
ولسمشر غني زياته کړه:
موږ ټول له ترورېزم، سیمه ییزو جرمي شبکو او افراطپالنې سره مخ یوو. امنیت، ثبات او ګټې موږ له یو بل سره نښلوي. عقلاني درک هم همدا دی چې د یو بل ترڅنګ ودرېږو او افغانستان د سیمه ییزو همکاریو د څلورلارې په توګه کولی شي د سیمې د ثبات او هوساینې لپاره ښه رول ولوبوي.
ولسمشر له امریکا متحدو ایالتونو څخه د افغانستان د ثابت قدمه شریک په توګه په مننې وویل:
دغه هیواد له افغانستان سره یو ځای د سولې پروسه کې د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د پياوړتیا لپاره زیاتې هڅې کړې دي.
ولسمشر غني زياته کړه:
زموږ لیدلوری دا دی چې افغانستان د سیمې د ارامۍ او ثبات او د انکشاف او ودې څلورلارې ده.
د ولسمشر غني په خبره، د سولې پروسې موخه دا ده چې خپلواک، ډیموکراتیک او په سوله کې له خپلو، سیمې او نړۍ سره متحد افغانستان د پخوانیو ارزښتونو په ځانګړي ډول د ښځو او ځوانانو د حقونو ساتونکی وي.
هغه زیاته کړه، دوی د سیاسي ژمنتیا ظرفیت لري چې جګړه پایته ورسوي او طالبانو ته یوه سیاسي حللاره وړاندې کړي ترڅو تاوتریخوالی بس کړي.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د طالبانو دغه اقدامات ملي اجماع ته زیان اړوي او دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcauenua49n6o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته