دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 213930
د افغانستان کابینې د لوړپوړو چارواکو د شتمنۍ د ثبت پرېکړه وکړه
د افغانستان کابینې پرېکړه کړې چې ټول وزیران، والیان، د پارلمان غړي او لوړپوړي حکومتي چارواکي دې خپلې شتمنۍ د درېیو اوونیو په اږدو کې ثبت کړي.
د دې پرېکړې له مخې چې د دوشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې وشوه، خبرداری ورکړل شوی چې که چارواکي او د پارلمان غړي په نږدې وخت کې خپلې شتمنۍ ثبت نه‌کړي، د مالیې وزارت ته سپارښتنه کېږي چې معاشونه‌یې بند کړي.
د چارواکو او د پارلمان د غړو د شتمنیو د ثبت بحث په وار وار د حکومت په سطح مطرح شوی، خو له یوې مودې وروسته بېرته چوپ شوی دی.
په افغاستان کې د لوړپوړو چارواکو د شتمنیو د ثبت قانون د ۱۳۹۷کال د لړم په میاشت کې د پارلمان له‌خوا تصویب شو، خو د شااوخوا دوو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه دا قانون نه‌دی پلی شوی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcdss0xzyt0fn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته