کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان کابینې د لوړپوړو چارواکو د شتمنۍ د ثبت پرېکړه وکړه

د صدای افغان خبری آژانس , 17 سرطان 1399 ساعت 9:53

د افغانستان کابینې پرېکړه کړې چې ټول وزیران، والیان، د پارلمان غړي او لوړپوړي حکومتي چارواکي دې خپلې شتمنۍ د درېیو اوونیو په اږدو کې ثبت کړي.


د دې پرېکړې له مخې چې د دوشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې وشوه، خبرداری ورکړل شوی چې که چارواکي او د پارلمان غړي په نږدې وخت کې خپلې شتمنۍ ثبت نه‌کړي، د مالیې وزارت ته سپارښتنه کېږي چې معاشونه‌یې بند کړي.
د چارواکو او د پارلمان د غړو د شتمنیو د ثبت بحث په وار وار د حکومت په سطح مطرح شوی، خو له یوې مودې وروسته بېرته چوپ شوی دی.
په افغاستان کې د لوړپوړو چارواکو د شتمنیو د ثبت قانون د ۱۳۹۷کال د لړم په میاشت کې د پارلمان له‌خوا تصویب شو، خو د شااوخوا دوو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه دا قانون نه‌دی پلی شوی.

 


د مطلب کود: 213930

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213930/د-افغانستان-کابینې-لوړپوړو-چارواکو-شتمنۍ-ثبت-پرېکړه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com