د بغلان د پولیسو قومنداني نن سه شنبه په یوه اعلامیه کې ویلی وسله والو غوښتل چې د پلخمري - سمنګانو عمومي لاره وتړي، چې د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او د پولیسو ځانګړو ځواکونو ګډ ځمکني او هوایي غبرګون سره مخ شول.
په اعلامیه کې ویل شوي چې په وژل شوو کسانو کې قاري جمعه ګل چې په متقي مشهور او د طالبانو د چاودنو مسوول و، هم په دې نښته کې وژل شوی دی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالب او مریکا ترمنځ د سولې له تړون وروسته تمه وه چې افغانستان کې به د جګړو شدت کم شي، خو لیدل کیږي چې دا تړون د جګړې کمولو کې کوم اغیز نه دی کړی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس