دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 213939
ولسمشر اشرف غني: طالبان د سولې پروسه له خنډ سره مخ کوي
د ارګ له لوري په همدې تړاو په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، جمهور رییس محمد اشرف غني د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د اندېښنې وړ بللې او زیاته کړې یې ده چې طالبان لاهم سولې ته ژمن نه دي او له نورو ترهګرو ډلو سره پراخه اړیکې لري.

ده پخپلو خبرو کې ویلي، حکومت د سولې لپاره اړین ګامونه اخیستي، څو طالبان له جګړې لاس په سر شي، حکومتي بندیان ازاد کړي او د بین الافغاني خبرو پیل ته چمتو شي. په ورته وخت کې د دغه کنفرانس نورو ګډونوالو هم له طالبانو په جدي ډول غوښتنه کړې، څو اوسنی تاوتریخوالی کم کړي او د سولې راتګ ته خپله ژمنه ثابته کړي.
طالبانو که څه هم د جمهور رییس د دغو څرګندونو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې تل حکومت تورن کړی چې د سولې د راتګ مخه نیسي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې په تړاو د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع لپاره د درېیو مهمو غونډو لړۍ پرون پیل شوه او تر پنجشبنې به دوام وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcc11qio2bqso8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته