خوښ ديک ۰

پاکستان د افغان سولې بریالي کېدو لپاره له نړیوالو مرسته غوښتې

دغه هېواد پرون د افغان سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع د رامنځته کولو په هدف په جوړ شوي کنفرانس کې له نړیوالو د هغو کړنو د مخنیوي غوښتنه وکړه چې افغان سولې ته زیان رسوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرشاه محمود قریشي د کنفرانس ګډونوالو ته په وینا کې وویل، په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره د ځینو خنډونو جوړولو هڅې روانې دي او په خبره یې باید مخه یې ونیول شي.
نوموړي دا نه ده په ډاګه کړې چې دا خڼدونه د چا لخوا جوړېږي، خو پر افغان حکومت او طالبانو یې غږ کړی چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او  د باور د رامنځته کولو لپاره دې د بندیانو خوشي کولو بهیر چټک کړي؛ څو ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل شي. هغه د کنفرانس ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې پاکستان د افغان سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو دی.
دغه کنفرانس چې پرون ترسره شو، ټولو ګډونوالو یې پر طالبانو غږ وکړ چې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي او سولې ته خپله ژمنتیا په ډاګه کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
سی شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود: 213940 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *