د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرشاه محمود قریشي د کنفرانس ګډونوالو ته په وینا کې وویل، په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره د ځینو خنډونو جوړولو هڅې روانې دي او په خبره یې باید مخه یې ونیول شي.
نوموړي دا نه ده په ډاګه کړې چې دا خڼدونه د چا لخوا جوړېږي، خو پر افغان حکومت او طالبانو یې غږ کړی چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د باور د رامنځته کولو لپاره دې د بندیانو خوشي کولو بهیر چټک کړي؛ څو ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل شي. هغه د کنفرانس ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې پاکستان د افغان سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو دی.
دغه کنفرانس چې پرون ترسره شو، ټولو ګډونوالو یې پر طالبانو غږ وکړ چې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي او سولې ته خپله ژمنتیا په ډاګه کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس