دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 213941
په امریکا کې د کویډ ـ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر یو لک او ۳۰ زره واوښت
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۱۱ نیم میلیونه اوښتی او تر نیم میلیون ډېر کسان تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۴ زره او ۸۶۹ تنو ته رسېدلی دی. د دې تر څنګ په برازیل کې ۶۵ زره او ۴۸۷،  په بریټانیا کې ۴۴ زره ۳۲۱، په هسپانیا کې ۲۸ زره ۳۸۸، په فرانسه کې ۲۹ زره او ۹۳۲، هند کې ۲۰ زره او ۱۵۹، په ایران کې ۱۱ زره او ۷۳۱ او په پاکستان کې ۴۸۳۹ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي. دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
https://avapress.com/vdcfjmd0yw6dy1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته