کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې برید د ۳ کسانو ژوند واخیست

د صدای افغان خبری آژانس , 17 سرطان 1399 ساعت 11:24

د ننګرهار ولایت کوز کونړ (ښېوې) ولسوالۍ کې د سیمه ییز پولیسو پر قومندان، میرزمان برید شوی چې پایله کې یې نوموړي له خپلو دوو ساتونکو سره ژوند له لاسه ورکړی دی.


عطاالله خوګیانی نن(سې شنبې د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) وايي برید سهار کابو لس بجې شوی چې پایله کې یې ۵ تنه نور ټپیان دي.
خوګیانی زیاتوي چې برید موټربم په مرسته ترسره شوی دی.
تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی منلی.


د مطلب کود: 213946

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213946/ننګرهار-کې-برید-د-۳-کسانو-ژوند-واخیست

آوا
  https://www.avapress.com