دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۱
د مطلب کود : 213954
ننګرهار کې پر سیمه ییزو پولیسو ځانمرګی برید وشو
د ننګرهار کوزکونړ ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر یوه قومندان میرزمان باندې ځانمرګی برید وشو.
دا پيښه نن سه شنبه، له غرمې وړاندې شاوخوا لس بجې شوې ده.
ویل کیږي چې ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکو توکو یوه ډک موټر کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوږیاڼي ویلي په دې پيښه کې قومندان میرزمان او د هغه دوه ساتونکي وژل شوي او پنځه تنه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.
تر اوسه چا د پيښې مسوولیت نه دی منلی.
له هغه وروسته چې د سولې او بین الافغاني خبرو بحث پورته شوی، د چاودنو، ځانمرګو بریدونو او ډلییزو بریدونو کچه هم زیاته شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcjite8xuqevhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته