دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۳
د مطلب کود : 213957
د هلمند د انګورو حاصلات زيات شوي
د هلمند د کرنې رياست وايي، سږ کال به په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر وی.
د کرنې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپانه کې د هلمند د کرنې د رییس زلمي الکو له قوله راغلي، تمه ده، چې سږ کال به د هلمند د انګورو له بڼونو څه باندې ۹۰ زره ټنه حاصلات تر لاسه شي.
الکو ويلي چې دا مهال په ۶۹۱۰ هکتاره ځمکه کې د انګورو تاکونه او باغونه شته او هڅه کوي چې دا شمېره زیاته شي. زلمي الکو وویل، چې له دغو بڼونو څخه به سږکال ۹۰ زره او ۷۵۰ مټریک ټنه انګور ترلاسه شي.
د ښاغلي الکو په خبره، په هلمند کې ۱۸ ډوله انګور تولیدیږي او دا چې د هلمند انګور د نورو ولایتونو په پرتله ژر حاصل ته رسیږي، نو په بېلابېلو ولایتونو کي ښه مارکېټ هم لري.
هلمند کې د انګورو ګڼ شمېر باغونه شته چې د تېرو کلونو سره په لوی توپیر یې د حاصلاتو په کیفیت او زیاتوالي کې هم د پام وړ بدلون راغلی دی.
د هلمند انګور د یو شمېر ولایتونو لکه زابل، غزني، میدان وردګ، نیمروز او کابل تر څنګ بهرنیو هېوادونو لکه پاکستان او هند ته هم صادریږي او ښه بازار هم لري.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې عصري ممیزخونې هم جوړې شوي دي او د انګورو بڼوال کولای شي، چې په کې په ښه کیفیت سره خپل انګور په ممیزو بدل او بازار ته یې وړاندې کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdccp1qim2bqso8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته