دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۴
د مطلب کود : 213958
بېجینګ او اسلام‌آباد د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار کړی ـ هیواد
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا په هدف نن سې شنبه د افغان حکومت په کوربتوب د ویډيويي کنفرانس له لارې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزارتونو د معینانو په کچه درې اړخه غونډه تر سره شوه.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد نن سې شنبه جولای۷(چنګاښ۱۷) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دغه غونډه کې د یادو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو او درې اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وشوې.
هغه وویل چې د دې ترڅنګ د ګډونوالو لخوا، د افغان سولې بهیر، د بندیانو تبادلې، له کرونا ویروس سره مبارزې او په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه بحثونه وشول.
ګران هیواد وايي چې چین او پاکستان د افغان حکومت په مشرۍ د سولې بهیر ملاتړ وکړ، د سولې خبرو ژرپیلېدو او د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند ټینګېدو باندې ټینګار وکړ.
نوموړي وویل چې په دغه غونډه کې همدارنګه د پاکستان، چین او افغانستان ترمنځ د امنیتي همکاریو د تړون پر عملي کېدو چې په ۲۰۱۸ کال کې لاسلیک شوو ټينګار وشو.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د نن ورځې تر پایه به د یادې غونډې ګډه اعلامیه هم له رسنیو سره شریکه کړي.
افغان حکومت تیره ورځ هم د سولې خبرو پیلېدو په هدف د ویډیويي کنفرانس له لارې د سیمه ییزې اجماع غونډه رابللې وه.
د افغانستان حکومت ویلي چې له دغو غونډو څخه هدف د سولې د مخامخ خبرو په اړه د سیمه ییزې اجماع پیاوړتیا ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د تیرې ورځې د غونډو ګډونوالو د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي پر کمېدو، د اوربند ټينګېدو، د افغان سولې خبرو ژر تر ژره پیلېدو باندې ټینګار وکړ.
دوی وايي، د غونډې ګډونوالو له طالبانو څخه وغوښتل چې د سولې خبرو پیلېدو په اړه د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنې ته لبیک ووايي.
ولسشمر محمد اشرف غني پرونې غونډې ته وینا کې وویل چې په دې وروستیو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي‌ او که "طالبان جګړه روانه وساتي، د سولې هلې ځلې له جدي ستونزو سره مخامخیږي."
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د معلوماتو په اساس ټاکل شوې د راتلونکي پنجشبې په ورځ د افغان سولې بهیر په اړه د نړیوالې اجماع دریمه غونډه هم جوړه شي چې په وینايي د ملګرو ملتونو، ناټو او ځینو نورو هیوادونو استازې به پکې ګډون ولري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcdks0xjyt0fn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته