د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱۹۴ تنه په کرونا وايروس اخته شوې دي.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې ۱۹۴ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي
د صدای افغان خبری آژانس , 17 سرطان 1399 ساعت 14:42
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱۹۴ تنه په کرونا وايروس اخته شوې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ تنه د کرونا ناروغۍ له کبله مړه شوي هم دي.
د دې معلوماتو پر بنسټ، په دې سره په افغانستان کې په کرونا د اخته ناروغانو شمېر ۳۳۳۸۴ ته ورسېد.
دغه راز تر دې مهاله د دې ناروغۍ له کبله په افغانستان کې ۹۲۰ ته مړه شوي دي او ۲۰۱۵۱ کسان بېرته روغ شوي دي.
د مطلب کود: 213959